Zma Watan Yadegi

زما وطن یادیږي
زما کابل یاد شوی
زما وطن یادیږي

غواړم چې وګرځمه د نوي ښار په زړه کې
غواړم زوړ ښار ووینم د خرابات کوڅه کې
د ملنګ جان تپې ته مازیګري کې ورشم
یا د مهرو تپې ته د کابل جان په زړه کې

زما ګلشن یادیږي
زما کابل یاد شوی
زما وطن یادیږي

یه د اسمان تالندو د دنیا مستې هوا
ما خپلې غېږ کې واخلۍ ما خوږ وطن ته یوسۍ
یه د اسمان وريځو ما ته وزرۍ راکړئ
ما د وطن پر ځمکه لکه باران وشیندئ

زما خپل تن یادیږي
زما کابل یاد شوی
زما وطن یادیږي



Credits
Writer(s): Mahbob Mahbob
Lyrics powered by www.musixmatch.com

Link