Plaara (Video Edit)

زړګئ به مې اوسا شي درپسې یم ناقراره
چې غږ دې یو ځل بیا واورمه پلاره زما پلاره

بیا چغه د باتور وطن د هسکو ګلدرو شه
سندره شه ټپه د پښتونخوا د سردرو شه
الوت د هنر وکړه د ایلم او تاترو شه
راپورته یې په ننګ شه د پښتون بچي غمخواره
چې غږ دې یو ځل بیا واورمه پلاره زما پلاره

چې لاړې نو قسم په خدای اوبه مې د زړه زور شو
ورک شوی مې په تاپسې د مور د بنګړو شور شو
لوېدلی اشنا پورته شو واکمن زموږ په کور شو
یوازې یم ډارېږم د ژوندون ده سخته لاره
چې غږ دې یو ځل بیا واورمه پلاره زما پلاره
زړګئ به مې اوسا شي درپسې یم ناقراره
چې غږ دې یو ځل بیا واورمه پلاره زما پلاره
چې غږ دې یو ځل بیا واورمه پلاره زما پلاره

Credits
Writer(s): Mahbob Mahbob
Lyrics powered by www.musixmatch.com

Link